د سولي عالي شورا وايي، سعودي عربستان له افغان حکومت او طالبانو سره د سولي خبرو ته د زمينې برابرولو بله غونډه به نږدې راتلونکي کي په سعودي کي وسي.
د سولې عالي شورا مرستیا ویاند عطاالرحمن سلیم وايي، چي د افغانستان د سولي په اړه دغه ناسته راتلونکې اوونۍ په جدې ښار کې ترسره کېږي.
سلیم وايي، د دې ناستي هدف د سولي د خبرو د پیلیدو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول او په دې بهیر کي د سته ستونزو له منځه وړل دي.
د سولې عالي شورا تمه لري، چي په دې ناسته کي د افغان دولت او سولي شورا استازي هم ګډون وکړي خو د پلاوي څرنګوالی یې تراوسه نه دی معلوم. د سولي عالي شورا په خبره، د جدې ناسته د ابوظبۍ د غونډي په دوام ترسره کیږي چي پکښي به د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد او د افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او طالبانو استازي هم ګډون کوي.
له دې سره یو ځای طالبانو هم ویلي چي د بلي غونډې په اړه بحثونه لا وروستي سوي نه دي او تراوسه یې نېټه هم نه ده په ډاګه سوې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون