سکاټ میلر: د جګړې په ډګر کي به نظامي فشارونه دوام ولري

افغان جګړه له نظامي لارو ګټونکی نه لري.

په افغانستان کي د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان پخپله نوې مرکه کي ویلي، دوی په نظامي ډګر کي د فشار له لارې بریالي سوي چي طالبان د سولي خبرو ته قانع کړي، خو دا باید ومنو چي د افغانستان روانه جګړه له نظامي لارو ګټونکی نه لري.

دده په وینا د سیاسي حل په برخه کي شپږ یا ۱۲ میاشتي مخکي د اوسني پرمختګ شاهدان نه وو، نو له همدي امله ویلی سو، چې نظامي فشارونه د سیاسي مذاکراتو لپاره ګټور دي.

سکاټ میلر ویلي دوی لا هم مطمن نه دي، چي طالبان به رښتیا هم د سیاسي حل له لارې افغان جګړه ختمه کړي نه، خو دوی به تر هغه نظامي فشار ته ادامه ورکوي، څو افغانستان ته ثبات نه وي راغلی.

په ورته وخت کي په کابل کي د امریکا سفیر جان باس هم ویلي، چې په افغانستان د رواني جګړې د سیاسي حل لپاره هڅي رواني دي، خو د جګړې په ډګر کي به د ناټو ملاتړ او د افغان ځواکونو فشارونه لا هم دوام ولري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...