ولسمشر غني: د هر هغه ګام هرکلی کوو، چي بین الافغاني مذاکراتو ته ګټه رسوي

ولسمشر غني د ايران د ملي امنيت له سلاکار سره په ليدنه کي ويلي، د هر هغه اقدام هرکلى کوي چي د بين الافغاني مذاکراتو لپاره ګټور وي.

له ارګه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني سره کتلي دي.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کي دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو او مناسباتو د لا پراختیا، د افغانانو پر رهبرۍ او مالکیت د سولي پروسه کي د سیمه ییزي اجماع د ارزښت او د ترهګرۍ ضد ګډي مبارزې په اړه بحث او خبري وکړې.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني په افغانستان کي سوله د سیمي د ثبات کیلي وبلله.

ولسمشر ویلي، دوی د تلپاتي او با عزته سولي په برخه کي د هر هغه اقدام هر کلی کوي چي افغانان خپلي دغه هیلي ته رسولی سي.

ایران هم ویلي چي دوی په دې برخه کي همکاري کوي او د افغانستان سوله د سیمي د ثبات لپاره مهمه بولي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...