د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال کپ د کابل او څو نورو ولایتونو ترڅنګ هرات ولایت ته هم وړل کیږي

راپور: غلام فاروق رسولي

په انګلستان هیواد کي ترسره کیدونکي د ۲۰۱۹ میلادی کال پنځوس اوریزه نړیوال کپ ډالۍ تر نه میاشتني سفر ورسته تمه ده نن د هیواد پلازمینی کابل ولایت ته راورسیږي.

دا کپ به په کابل او بامیان ولایتونو کي د یولړ ځانګړي مراسمو په ترڅ کي خلکو ته ور وښودل سي او بیا ورسته د رواني ډیسامبر میاشتي پر اتویشتمه چي د جمعي ورځي سره برابره ده و هرات او د دې ولایته به کندهار ته یوړل سي.

دلته په هرات ولایت کي د کرکټ بورد چارواکی وایي د دې کپ سره به د کرکټ ملي ټیم د لوبغاړو ترڅنګ ډیري شمیر ځانګړي میلمانه هم هرات ولایت ته راسي.

دبلي خوا د هرات ولایت ځایي چارواکي بیا د پنځوس اوریزه نړیوال کپ راوړل هرات ولایت ته یو تاریخي کار بولي او وایي د دې لپاره چي د دې کپ او ورسره راتلونکې ملي لوبغاړو ښه هرکلي وسي ځانګړي مراسم او تدابیر یې په نظر کي نیولي.

د هرات ولایت ځایي چارواکي او د کرکټ بورد استازي د خلکو غواړي چي د را رواني جمعي په ورځ د دې ښه راغلاست مراسمو کي خپل په پراخ ګډون سره نړیوالو ته ور وښیي چي دوي خپل د میلي اتلانو لاسته راوړنو ته احترام لري.

په همدي حال کی د دی ولایت یوشمیر اوسیدونکی او د کرکټ مینوال د ورلد کپ ډالی راوړل اور ورسره د کرکټ ملی ټیم لوبغاړو راتلل هرات ته خپل یو هیله بولي چي په خبره یې د پوره کیدو په حال کي ده.

د ۲۰۱۹ میلادي پنځوس اوریزه نړیوال کپ چي به تر څو راتلونکو میاشتو پوري په بریتانیا کي تر سره سي د ګټلو لپاره به یې د افغانستان په ګډون د لسو هیوادونو لوبډلي سره سیاي وکړي.

دې کپ ته د لارموندني په سیالیو کي چی روان میلادی کال کي په زمباوي هیواد کی تر سره سوي افغانستان په ورستي لوبه کی د ویست انډیز په ماتولو سره د لمړي ټیم په توګه لار و موندل.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...