راپور: مهتم صالح
دوی وايي، د ټاکنو کمېسيون د دوی په حق کي درغلي کړې ده، که يې ږغ نه وارېدل سي، دوی به په دغه ولایت کي ولسمشريزو ټاکنو ته هم اجازه ور نه کړي.
په کندهار کي یو شمېر معترضو نوماندانو ددغه ولايت د ټاکنو د کمېسيون مخته خمېه درولې وه او د دغه کمېسيون دروازه يې وتړل.
دوی وايي د ټاکنو کميسيون يې په حق کي درغلي کړې ده، او باید دوی ته حساب ورکړی.
دغه معترض نوماندان وايي که يې ږغ نه واورېدل سي او شکایاتو ته یې رسيدګي ونه سي دوی به په دغه ولایت کي ولسمشريزو ټاکنو ته هم اجازه ور نه کړي.
دغه راز دوی زياتوي، چي د ټاکنو کمېسيون د درغليو اسناد په لاس کي لري، چي په خبره يې د شکاياتو کمېسيون باید په درغليو تورن کسان څاروالۍ ته معرفي کړي.
دوی غوښتنه کوي چي رایي دي د سره وشمېرل سي او يوازي دي هغه رایي وشمېرل سي، چي بایومتریک سوي وي.
معترض کسان وايي، که د شکاياتو کمېسيون هم د دوی غوښتنو ته مثبت جواب ونه وايه د هغه کمېسيون دروازه هم تړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون