هندوستان په رسمي ډول د چابهار بندر د اداره کولو چاري پر غاړه اخیستي

 د افغانستان، ایران او هندوستان چارواکو د چابهار بندر د اداره کولو چاري د پورتس ګلوبل هند په نوم یوه هندي دولتي شرکت ته ور وسپارلي.

د هندوستان ټایمز خبري اژانس د خبر له مخي د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو او د ایران د بنادرو او سیندونو سازمان د هوکړي په پایله کي، د چابهار بندر د اداره کولو چاري هندوستان ته ور په غاړه  سوي دي.

په ورته وخت کي د ایرنا په نوم یوه خبري رسنۍ د یوه ایراني لوړ پوړي چارواکي له خولي لیکي چي د چابهار بندر د اداره کولو چاري لس کاله د پورتس ګلوبل لمیټد په نوم یوې هندي کمپنۍ ته په کرایه ور کړل سوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي چي د هندوستان، ایران او فغانستان هیوادونو په ګډه موافقه په چابهار بند کي د مالونو او تجهیزاتو د بارولو، تشولو او دغه راز د بازار موندني چاري، پورتس ګلوبل هندي کمپڼۍ ته ورسپارل سوي دي.

 

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...