ددغه سازمان مشر یوسف بن احمد العثمین ویلي، ترهګرو پر ملکي وګړو برید وکړ او یوه زړه بوږنوونکي پېښه یې رامنځ ته کړه.
دده په خبره دغه ډول بریدونه د نړۍ له هر ډول قوانینو سره په ټکر کي دي.
العثمین دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه ټینګار کړی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان تر دې وړاندې په افغانستان کي روانه جګړه ناروا بللې وه او پر ټولو ښکیلو خواوو یې ږغ کړی و، چي له افغان حکومت سره د سولي خبرو ته کښیني او خپلي ستونزي د مذاکراتو پر مټ حل کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون