ښايي راتلونکي ولسمشریزې ټاکني و ځنډېږي.
د ټاکنو کمیسیون ویلي، چي د نوم لیکني په پروسه کي ځنډ او ځیني نوري ستونزي به دغه کمیسیون اړ کړي چي راتلونکې ټاکني و ځنډوي.
د ټاکنو کمیسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ویلي، دوی پر یوه نوې طرحه کار کوي او دغه طرحه به روانه اونۍ اعلان کړي.
دده په خبره ښايي په دې طرحه کي یوه خبره د ټاکنو د ځنډولو په اړه وي.
تر دې وړاندي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلونکي کال د حمل ۳۱مه د ولسمشریزو ټاکنو ورځ ټاکلې ده خو دا چي نوې نېټه به کومه وي په اړه یې معلومات نه دي ورکړل سوي.
ابراهیمي همدا راز وايي، چي د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکني موده هم غځول کیږي.
دده په وینا تر اوسه پورې تر څلوېښتو ډېرو کسانو د ټاکنو له کمیسیون د نوماندۍ معلوماتي بستې وړې دي خو یوه هم بېرته نه دي ورته سپارلي او په رسمي توګه یې ځان نه دی نوماند کړی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون