ننګرهار کي اته سیمه ییز پولیس وژل سوي

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کي د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کي اته ولسي پاڅون کوونکي او لس طالبان وژل سوي دي.

چارواکي دغه راز په يادو نښتو کي د دوولسو ولسي پاڅون کوونکو او ګڼ شمېر وسله والو د ټپي کیدو خبره هم کوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل، تېره شپه بټي کوټ ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو د ولسي پاڅونوالو پر پوستو ‌‌‌‌‌‌ډله يي بريدونه کړي چي په پایله کي یې ۸ ولسي پاڅون کوونکي او ۱۰ وسله وال وژل سوي، ۱۲ پاڅونوال او ګڼ طالبان ټپيان سوي.

خوږياڼی وايي، جګړې تر سهاره دوام کړی، خو اوس وضيعت کنټرول سوی او جګړه مهار سوې ده.

بلخوا پاڅون کوونکي وايي، امنيتي ځواکونه يې ‌‌‌‌‌‌ډېر وروسته ملاتړ ته ورغلي او دوی جګړه په يوازي کړې ده. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...