تورن جنرال تادین خان : د پاکستان په لاس سوله خوب او خیال دی

د کندهار امنیه قوماندان وايي، په ابوظبۍ کي د امریکا، سعودي عربستان، متحده اماراتو او طالبانو ترمنځ خبري پاکستان انحصار کړي وې او هغوی يې د ناکامۍ هڅه کړې وه.

تورن جنرال تادین خان د سولي په اړه د وروستيو مذاکراتو په اړه ویلي، چي د پاکستان پر لاس سوله راوستل او بیا باور پر کول د وخت ضایع کول دي.

دده په وینا، چي پاکستان د ابوظبۍ غونډي ته خپل کسان د طالب استازو په نوم ور وستلي وه او بیا يې ورته ویلي وه، چي زموږ د فشار سره – سره د سولي خبرو ته غاړه کښېنږدئ.

تورنجنرال تادین خان زیاته کړه، چي د حقاني شبکي ناخبره بنديان دې ناستي ته بېول سوي وه.

هغه وايي، چي په ناسته کي د طالبانو سرکښي د پاکستان په خوښه وه او پاکستان نه غواړي په افغانستان کي سوله راوستل سي.

د کندهار امنیه قوماندان زیاتوي، چي د طالبانو ټول کورونه او روزنیز مرکزونه په پاکستان کي دي او که دا ویستل سي، طالبان خپله سولي ته اماده کیږي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...