دغه مرکز د کندهار د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د يخ کارېز په سيمه کي د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې ځانګړو ځواکونو پرون يکشنبه کشف کړى دى.
د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا دُرانی وایي، دغه مرکز په يوه کور کي و او د قضيې په تړاو ځيني کسان نيول سوي هم دي.
د کندهار د پوليسو وياند وايي، په نيول سویو کسانو کي درې ښځي او يو نارينه شامل دى.
د کندهار د هوايي ډګر مسؤلانو ویلي چي له دغه هوايي ډګره بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول هندوستان ته د نشهيي توکو قاچاق ډیر سوی دى.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون