د کندوز د خان اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل ظاهر ويلي چي نن سهار وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په چهارتوت سيمه کي د تخار د عامه نظم د قوماندان ډګرمن شاه طاووس پر موټر بريد کړى دى.
هغه وايي په دغه بريد کي خپله شاه طاووس وژل سوی او پنځه ساتونکي يې ټپيان دي.
په دې اړه د کندوز د ولايتي شورا غړي توريال کاکړ بیا ويلي چي له تېرو څو کلونو راهيسې د کندوز- تخار لويه لار نا امنه سوې ده.
دده په خبره ددغه لاري امنیت باید تامین سي کنه د نا امنیو له امله ښایي دغه لار وتړل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون