ولسمشرۍ ماڼۍ د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره دوه نوي سرپرست وزیران ګمارلي

د دفاع سرپرست وزیر په توګه د اسدالله خالد او د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه د امرالله صالح د ټاکل کېدو فرمانونه نن یکشنبه د ډسمبر ۲۳ (د مرغومي ۲مه) رسنیو ته لېږل سوې دي.

رسنیو ته له ولسمشرۍ ماڼۍ د استول شويو حکمونو ترڅنګ ولسي جرګې ته د دوی د ورپېژندلو حکمونه هم راغلي.

ترهغه چي نوي وزیران د افغانستان له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کوي، دوی به د سرپرست وزیرانو په توګه دنده پر مخ یوسي.

له دې وړاندې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وو.

اسدالله خالد له دې وړاندي د افغانستان د ملي امنیت د ریٔس په توګه دنده ترسره کړي. نوموړی د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر میاشتي پر شپږمه په کابل کي یوه ځانمرګي برید ټپي کړ.

افغان چارواکو هغه مهال ویل، برید کوونکی د سولي د استازي په نامه د ملي امنیت یوه میلمستون ته ورغلی و.

اسدالله خالد تر ټپي کیدا وروسته بګرام او بیا د امریکا متحدو ایالتونو ته د درملنې لپاره واستول سو.

امرالله صالح تر دې وړاندي په امنیتي سکتور کي د افغانستان د دولت وزیر و چي بیا یې وروسته له خپلي دندي استعفا وکړه.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...