په کندوز کي د وسله والو طالبانو په برید کي تخار د عامه نظم قوماندان وژل سوی

د کندوز د خان اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل ظاهر ويلي چي نن سهار وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په چهارتوت سيمه کي د تخار د عامه نظم د قوماندان ډګرمن شاه طاووس پر موټر بريد کړى دى.

هغه وايي په دغه بريد کي خپله شاه طاووس وژل سوی او پنځه ساتونکي يې ټپيان دي.

په دې اړه د کندوز د ولايتي شورا غړي توريال کاکړ بیا ويلي چي له تېرو څو کلونو راهيسې د کندوز- تخار لويه لار نا امنه سوې ده.

دده په خبره ددغه لاري امنیت باید تامین سي کنه د نا امنیو له امله ښایي دغه لار وتړل سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...