د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون کارکوونکي وايي، یاد کمیسیون يې د ټاکنو په ورځ د کارکولو پيسي پوره نه ورکوي

یو شمیر کسانو د کندهار د شکایاتوکمېسیون مخي ته داعتراض په ډول وویل چي یاد کمېسیون دي د دوی د کار پوره پيسي  ورکړي.

د شکایاتو کمېسیون کارکوونکي وايي،په لومړۍ ورځ ورسره د ۱۳ زره افغانیو قراردار سوي خو اوس مهال یاد کمیسیون کارکوونکو ته یوازي اوه زره افغانۍ ورکوي.

وموغوښتل په دې اړه په کندهار کي د ټاکنو د شکایاتوکمېسیون نظر هم واخلو خو د یا کمېسیون کارکوونکو له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...