ولسي جرګې له افغانستانه د امریکایي سرتیرو د احتمالي وتلو په اړه راپورونه د اندیښني وړ بللي دي

د ولسي جرګې غړو په عمومي ناسته کي وویل، د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام د ۷ زرو امریکایي سرتېرو وتل د اندېښنې وړ مسئله ده.

د یادې جرګي ریٔس عبدالروف ابراهیمي وویل، د افغانستان وضعیت په داسي حال کي نه دی چي د امریکایي ځواکونو وتل به پرې اغېز ونه ښندي، ځکه لا هم د افغانستان په ډېریو سیمو کي وسله وال فعال حضور لري او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ممکن وضعیت لا خراب سي.

په ورته وخت کي د یادې جرګې نورو غړو بیا وویل، تر هغو چي په هیواد کي د سولي تړون نه وي لاسلیک سوی، امریکا ته باید د وتلو اجازه ورنه کړل سي.

دا اندېښنې وروسته له هغه مطرح کیږي چي پرون ټرمپ اعلان وکړ چي په راتلونکي پسرلي کي به خپل ۷ زره سرتیري له افغانستانه وباسي، چي د نوموړي دې پریکړي د نړۍ په کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...