د سولي عالي شورا وایي، په نږدې میاشتو کي به له طالبانو سره د افغان حکومت مخامخ خبري پیل سي

سره له دې چي طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبري نه مني، خو افغان حکومت هیله من دی چي د سولي رواني خبري د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره سي. بل پلو ولسمشر غني بیا د طالبانو له لوري په اماراتو کي له افغان حکومت سره د خبرو نه کول ددغه ډلې سیاسي ماته بللې وه.

د سولي عالي شورا بیا وايي چي په راتلونکو میاشتو کي به له طالبانو سره مخامخ خبري پيل سي.

ددغه شورا غړو رسنیو ته ویلي چي له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو پرته طالبان بله لار نه لري او ددغه خونړۍ جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولي خبري دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...