د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو نوم لیکنه نن رسماً پیل سوه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن اعلان وکړ چي د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماندان کولای سي سر له ننه په رسمي توګه ځان نوماند کړي.

د افغانستان اساسي قانون د دوه ویشتمې مادې پر بنسټ، هر افغان حق لري چي ځان كانديد کړي، خو په دې شرط چي د افغانستان تبعه، مسلمان، له افغان مور او پلار څخه زيږیدلى وي او د بل هیواد تابعيت ونه لري او د كانديدیدو په ورځ يې عمر تر څلویښتو كلونو لږ نه وي.

دا په داسي حال کي ده چي پر ټاکنو د څار بنسټونه وایي چي د ټاکنو اوسنی کمیسیون د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د مدیریت وړتیا نه لري او نه سي کولای په شفافه توګه ټاکني ترسره کړي. په ورته وخت کي یوناما هم څو ورځي وړاندي ټاکنو کمیسیون ته خبرداری ورکړ چي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کي د تېرو ټاکنو په څیر ګډوډۍ ورته د زغملو نه دي، خو یاد کمیسیون ډاډ ورکوي چي په ټول توان هڅه کوي، څو راتلونکي ټاکني رڼي ترسره او حق حقدار ته وسپاري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...