جلال اباد کي د پښتورګو ملي روغتون بهرنیو هیوادنو ته د ناروغانو په تګ کي کموالی راوستی

راپور: میلاد حمیدي

د نښتر په نامه د پښتورګو دې روغتون کي تر ډېره د هغه ناروغانو تشخص او درملنه کېږي چي پخوا په کور دننه د طبي امکاناتو د نشتون له کبله نورو هېوادونه ته تلل.

دغه روغتون چي د پاکستان په مرسته جوړ سوی شاوخوا دوه کاله وړاندي یې فعالیت پيل کړی دی روغتیايي  مسٔوولین وايي د اړتیا وړ وسایل يې تر ډېره پوره سوي او د پښتورګو سربیره به پکښي د زړه او سرطاني ناروغبو د درملني او تشخص څانګي هم پرانستل کېږي.

ناروغان وایي درملنه يې له هېواده بهر لوړ لګښت ته اړتیا لري چي د ډېرو له وسه پوره نه ده خو اوس چي يې په خپل هېواد رنځ ته درمل سته خوښ دي.

جلال اباد کي د پاکستان قونسلګرۍ مسٔولینو  وویل، هېواد به یې نښتر روغتون سره د کړي ژمني له مخي د یو شمېر نورو طبي  وسایلو مرسته هم  وکړي او دې برخه کي به له افغان حکومت سره پوره همکار وي.

که څه هم افغانستان د تېرو کلونو په پرتله اوس ګڼي طبي اسانتیاوې لري خو د دې باوجود هم یو شمېر خلک د پېچلو ناروغیو د درملنې په موخه بهرنیو او په ځانګړي توګه ګاونډيو هېوادونو ته ځي .

 

 

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...