د سیاحتي شرکتونو مسؤلین وايي، د اریانا هوايي شرکت ستونزي ورځ تر بلي د ډیریدو په حال کي دي

راپور: محمد یار مجروح

په کندهار کي د سیاحتي شرکتونو مسؤلین وايي، د اریانا افغان هوايي شرکت ستونزي ورځ تر بلي د ډیریدو په حال کي دي.

د هوايي شرکتونو مسؤلین زیاتوي چي څو ځله يې یادي ستونزي له اړوند مسؤلینو سره شریکي خو بیا هم ندي حل سوي.

دوی وايي، یاد هوايي شرکت پر ټاکلی وخت پروازونه نه کوي چي له امله يې مسافرو ته ګڼي ستونزي جوړي کړي دي.

د اریانا افغان هوايي شرکت نژدې ۲۳۰ مسافر  له تیرو دریو ورځو راهیسي د سعودي عربستان د جدې هوايي ډګر کي بند پاته دي او یاد شرکت الوتکي کومه الوتنه نه ده کړې.

پر همدې مهال د مسافرو خپلوان هم وايي، چي اریانا افغان هوايي شرکت دي د دوی مسافر پر وخت راورسوي.

ددوی په خبره له تیرو څلورو ورځو  راهیسي خپلوانوته انتظار دي خو لا هم د پرواز زمینه نده ورته برابره سوې.

بلخوا د اریانا افغان هوايي شرکت د تیر په څیر د پروازونو ځنډ تخنیکي ستونزي یادوي.

په کندهار کي دیاد شرکت مسؤلین وايي، که چیري تخنیکي ستونزي حل نسي مسافر به په نورو الوتکو کي افغانستان ته را انتقال کړي.

اریانا هوايي شرکت چي په هیواد دننه او دغه راز ځینو بهرنیو هیوادونو ته هم پروازونه لري په مجموع کي یوازي ۳ الوتکي لري چي له کلونو کلونو راهیسي يې د مسافرو ستونزي ندي حل کړي او زیات وخت د تخنیکي ستونزو له کبله دیاد شرکت پروازونه په ورځو ورځو ځنډیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...