د هرات امنیې قومندانۍ لخوا ۲۱۹ بیلابیلي وسلې ډایاک ته ورسپارل سوې

راپور: غلام فاروق رسولي

د هرات امنیه قومندان امین الله امرخیل د پولیسو د ورستیو لاسته راوړونو راپور په لړ کي وویل: چي دوی په تیرو دوو میاشتو کی شاوخوا ۲۱۹ میله مختلفو نوعه وسلې د هرات ولایت د ښار او ولسوالیو څخه د غیر مسٔوله وسله والو کسانو، غلو او په جنايي جرمونو باندي د تورن کسانو څخه تر لاسه کړي دي.

ښاغلي امرخیل زیاته کړه چي د روان کال د پیل راهیسي د دوی له لوري ۳۴۹ میله بیلابیلي وسلي دایاک پروګرام ته ور سپارل سوي دي.

د هرات ولایت امنیه قومندان په خبره د یادو وسلو او نورو غیرقانوني کړنو په تړاوو یې د روان کال د پیله تروسه ۱۸۰۰ کسان  نیولي چي ۳۰۰  یې وسله وال غله دي.

د بلی خوا د هرات ولایت د سولي د عالي شورا ریٔس وایي، د غیر قانوني وسلو ټولول او دایاک پروسې ته یې سپارل کولای سي د هرات ولایت پر امنیت مثبت اخیز وکړي.

په همدی حال کي د لودیځ زون د دایاک پروسي مشر ډګروال حسام الدین په دي مراسمو کې وویل د سولي او ډاډمن امنیت لپاره غوره ده چې د غیر مسٔوله کسانو څخه وسلې ټولې او یادي پروسې ته وسپارل سي.

 

په هرات ولایت کی ۲۱۹ میله مختلفه نوعه وسلې په داسي حال  کي ډایاک پروسې ته سپارل کیږي چي څو میاشتی وړاندي هم د هرات ولایت امنیه قومندانۍ شاوخوا ۲۰۰ میله وسلي چي د مجرمینو څخه یې نیولي وې و ډایاک پروسې ته سپارلي.‎

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...