راپور: جواد داوري
د دې ادارې مشر انتوني ابي نادر د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل : چي هره ورځ د جګړې له قربانیانو سره مرسته کوي ، په خاصه توګه چي د چاودنو پر مهال يي پښې او لاسونه غوڅ سوي وې ، هغوی ته مصنوعي پیوند لګوي.
دی زیاتوي، نه یوازي د هلمند بلکه له بیلابیلو سیمو څخه هلمند ته د جګړې له امله معلولین کسان ورځي ، چي دوی ورته د مصنوعي پښو پیوند کړي دي.
نوموړی وايي: (( موږ سره شاوخوا ۷۰۰۰ کسانو د پښو او لاسونو د پیوند لپاره راجستر کړی دی ، چي هره اونۍ پّ دې مرکز کي د دوه سوه کسانو پر شاوخوا مراجعه کوي ، چي اونۍ له شلو تر دیرشو يې راجستر کیږي ))
د مصنوعي پښو د جوړوني په دې مرکز کي دا مهال یو شمېر هغه کسان د تمرین په حال کي دي ، چي پلاستیکي پښې ورته لګول سوي دي ، دوی وايي : خوښ دي ، چي لږ تر لږه پر ځای نه دي ناست او حرکت کوي.
دوی له ښکېلو اړخونو غواړي ، چي په جګړو کي د ملکيانو ژوند ته پاملرنه وکړي او پر ملکي لارو او کوڅو ماینونه ښخ نه کړي.
تردې وړاندي د بشري حقوقو کمیسیون هم اندیښنه ښودلي وه چي په جګړو کي د ملکي کسان د مرګ ژوبلي ترڅنګ د معلولیت پیښي زیاتي سوي دي.
د هلمند عامي روغتیا ریاست د مالوماتو پر اساس د جګړو له امله د معلولینو شمیر ورځ تر بلي زیاتیږي چي له یوې خوا ددي کسان ژوند تریخ دی له بلي خوا په سیمه کي دوامداره جګړې د لویانو ترڅنک ماشومان او ښځي هم د معلولیت تر حد پوري رسولي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون