د کندهار ولایت د سولي شورا وايي، هیله مند دي چي وسله وال طالبان به په عربي متحده اماراتو کي له افغان حکومت سره مخامخ خبرو کولو ته چمتو سي

راپور: محمد یار مجروح

وسلوالو طالبانو تیره ورځ یو ځل بیا رسنیو ته په استول سوې اعلامیه کي ویلي چي له افغان حکومت سره خبري نکوي.

بلخوا یو شمیر کسان وايي، که دسولي په برخه کي افغان دولت برخه ونه لري د سولي روان بهیر به د تیر په څیر نتیجه ورنکړي.

د کندهار د سولي شورا مسؤلین وايي، هیله مند دي چي د وسلوال طالبان به دا ځل له افغان حکومت سر ه مخامخ خبرو کولو ته چمتو سي.

بلخوا دافغانستان دملي امنیت د شورا رئیس حمدالله محیب هم هیله ښوولې چي په عربي اماراتو کي به دافغانانو تر منځ مستقیمي خبري وسي.

د کندهار د سولي شورا رئيس شیر محمد حقیار وايي، له افغان دولت پرته د سولي خبري معنا نلري.

دده په خبره بین افغاني مذاکرات به کیږي او بهرني هیوادونه به یوازي سهولت برابروونکي وي.

بلخوا یو شمیر کسان وايي، چي د افغان سولي خبرو په برخه کي لازمه ده چي د جنګ دواړي غاړي افغان حکومت او طالبان برخه ولري.

د دوی په خبره که افغان دولت له وسلوالو طالبانو سره خبري ونکړي د سولي روان بهیر به د تیر په څير کومه نتیجه ور نکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد رسنیو ته په استول سوي پيغام کي یو وار بیا ټینګار کړی چې ددوی خبري یوازي له امریکا، پاکستان، سعودي او عربي متحده اماراتو سره دي.

خو بلخوا امریکایي چارواکو ابوظبۍ کي له طالب استازو سره روانو خبرو ته په اشاره ويلي چي دا د افغانانو خپلمنځي مخامخ خبرو ته د زمينې برابرولو د هڅو يوه برخه ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...