د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد رسنیو ته ویلي، بلال ځدراڼ د کوماندو د ځانګړي قطعې په عملیاتو کي وژل سوی دی.
د نوموړي په وینا دا عملیات د سې شنبې په شپه په پکتیکا کي سوي دي.
ښاغلي جاوید همدارنګه وویل چي د کندهار د میوند ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسؤل ملا اکرام الدین هم پهدې ولسوالۍ کي ملي اردو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کي د ۳۵ نورو وسلهوالو سره وژل سوی دی. دا عملیات هم وړمه شپه سوي.
طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د ویاند د دې څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون