طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره يو وار بيا په اماراتو کي د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره خبري رد کړي دي.
د وسله والو طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته په استول سوې اعلامیه کي راغلي چي له تیرو دوو ورځو راپدیخوا افغان حکومت داسي اوازې خپرې کړي چي ګوندي دوی به په متحده عربي اماراتو کي د طالبانو له استازي سره خبري وکړي خو دا اوازې هیڅ حقیقت نه لري او دوی ورسره د خبرو کوم پلان نه لري او نه ورسره ګوري.
اعلامیه کاږي، طالبان په اماراتو کي له امریکایي لوري سره په افغانستان کي د هغوی د موجودیت د پای ته رسولو په تړاو خبري کوي.
سرچینې زیاته کړې، دوی په یاده غونډه کي له امریکایي لوري سره پر ټولو هغو مواردو بحث کوي چي هغه په حکومت پورې هیڅ اړه نه لري.
دا په داسي حال کي ده چي د اجرایه ریاست مرستیال ویاند امید میثم همدا ورځ وویل چي افغان پلاوی ممکن په اماراتو کي له طالب استازو سره وګوري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون