د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کي د ګډو افغان امنيتي ځواکونو له لوري د وسله والو ځپلو په موخه عمليات پيل سوي

راپور: میلاد حمیدي

په ختيځ کي د پوځ چارواکي وايي،  خوګیاڼیو ولسوالۍ کي یې  له روانو عملياتو موخه راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د امنيت ټينګښت او د وسله والو ځپل دي.

دوی وايي، عملياتو کي ورسره هوايي او د توپچي بريدونو ملاتړ هم سته او دا ځل به عمليات تر هغه وخته روان وي، چي د وسله والو تر کنټرول لاندي سیمي د امنیت له اړخه خوندي کړي.

برید جنرال حسین خیل وايي، تر اوسه په عملیاتو کي یو شمیر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر لسو زیات هغه کلي چي پخوا پکښي وسله وال وه دوی بیرته نیولي دي.

 د سیمي خلک له روان عملیاتو خوښ دي.

خو وایي چي ډیر کله حکومتي ځواکونه وسله وال وځپي او د سیمو د ساتلو لپاره بیا پلان نه لري.

په خوګياڼیو ولسوالۍ کي د پيل سویو عملیاتو له کبله له وسله والو د کلو د نیولو او دوی د ته د مرګ ژوبلي د اوښتو په اړه د حکومت وسله والو مخالفینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...