د فوټبال فدراسیون کي د انجونو د جنسي ځوروني له تورونو دوه اونۍ وروسته، لویه څارنوالي وايي چي تر اوسه یې په دې تړاو له ۱۵ کسانو څیړني کړې دي.
د لویي څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن کابل کي یوې خبري غونډي ته وویل، چي د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبغاړي خالدي پوپل او د فوټبال فډراسیون له ریٔس کرام الدین کریم، او د دغه فدراسیون له ځینو نورو غړو څیړني سوې دي.
رسولي زیاته کړه، لویي څارنوالۍ له ټولو ښکیلو لورو چي په یو ډول په دغه پیښه کي دخیل دي، د معالوماتو غوښتنه کړې ده.
له ټولو سره سره، رسولي وویل چي تر اوسه په دې اړه د معالوماتو راغونډول بشپړ سوي نه دي او لویه څارنوالۍ به د دغه بهیر له بشپړیدو او تحلیل وروسته په دې اړه پریکړه وکړي.
خو هغه د مشخص وخت په اړه څه ونه ویل.
کابو دوې اونۍ مخکي ګارډین ورځپاني د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځوروني د تورونو په اړه رپوټ ورکړ.
له هغي وروسته، لویي څارنوالۍ د دغه فدراسیون د ریٔس په ګډون د پنځو تنو نورو کارکوونکو دندي وځنډولي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون