غزني کي د ماين چاودني له امله ۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال غلام داود تره خېل وويل چي د جاغوري ولسوالۍ په حوتقول سيمه کي د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه سوې ده.

ده وويل چي دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پرځاى سوى و چي د چاودني له امله يې دوه ملکي وګړي وژل سوي او څلور نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...