ولسمشر غني د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي د څلورو هیوادونو د سفیرانو باورلیکونه منلي دي

له ارګه د خپره سوې خبرپاڼي له مخي، ولسمشر غني نن ما پښین د متحده عربي اماراتو، فرانسې، مصر او هالنډ د نویو سفیرانو باورلیکونه د جلا تشریفاتي مراسمو پر مهال ومنل.

سرچینه کاږي، دغه مراسم چي په ارګ کي ترسره سول، ولسمشر غني او د یادو هیوادونو سفیرانو د افغانستان او متحده عربي اماراتو، فرانسي، مصر او هالنډ هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا بحث او خبري وکړې.

د سرچینې په وینا د متحده عربي اماراتو، فرانسې، مصر او هالنډ نویو سفیرانو د خپلو دولتونو او خلکو په استازیتوب وویل، د خپلو ماموریتونو پر مهال به افغانستان سره د خپلو هیوادونو د اړیکو د لا زیاتي پراختیا په برخه کي هڅي وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...