په خوست کي څلور داسي قضیې ثبت سوي، چي ښځو پر نارینه باندي تاوتریخوالی کړی

راپور: سردار زیارمل

که څه هم ډیر ځله د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي خبرونه ورکول کیږي او وخت نا وخت یې پر وړاندي د پیښو بېلابېل انځورونه هم خپریږي، خو دا  لومړی ځل دی، چي په خوست کي داسي قضیې هم ثبت سوي دي، چي ښځینه وو د نارینه وو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستی.

د خوست د ښځو چارو ریاست که څه هم په دې خوښي ښکاره کوي، چي د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي قضیو شمیر له ۷۵ څخه تر ۵۲ پېښو ته راکښته سوی، خو بل لوری بیا زیاتوي چي په دغه ولایت کي په لومړي ځل څلور داسي قضیې هم ثبت سوې دي، چي د ښځینه وو له لوري له نارینه وو سره تاوتریخوالی په ګوته کوي.

بل لوري د عامه پوهاوي زیاتوالی او د زده کړو ته زیات لاس رسی  هغه څه دي، چي د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د قضیو کمښت ښايي، خو لا هم لیري پرتي سیمي له دې ستونزو خالي نه دي.

خو د ښځو چارو ریاست د ټولو مسٔولیت بولي، چي د عامه پوهاوي او زده کړو په برخو کي خپلې هڅي لا ګړندۍ کړي.

د ښځو چارو ریاست په وینا په یاد ولایت کي ثبت سوي قضیې هم له زده کړو څخه د ښځو بې برخي کولو، لوړ ولور، اجباري او د بدل ودونو په برخو کې ثبت سوي دي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...