د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کي د کليو پراختيا وزارت له لوري د ۱۱۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د اته کيلو متره سړک د جوړولو چارې پیل سوې.
د پکتيکا مرستيال والي انجينر شیرباد شاه ارګوني ويلي، د یاد سړک په جوړیدو سره به د ارګون ولسوالۍ د زرګونه اوسیدونکو ستونزې هواري سي.
بلخوا د سيمي قومي مشرانو وايي چي پر دغه سړک هره ورځ تر دوه زره پوري کسان تګ راتګ کوي او حکومت ته په کار ده چي پر دغه ډول مهمو پروژو پانګونه وکړي.
په پکتیکا ولایت کي څه موده وړاندي د کلیو او پراختیا وزارت له لوري د شپږسوه دولس میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۵۳ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو چارې هم پيل سوې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون