راپور: محمد یار مجروح
د ليندي ۱۴ په هيواد کي د ټولني د رضاکاره روغتيايي کارکونکو ملي ورځ لماځل کيږي، چي د کندهار په عامي روغتيا رياست کي هم په دې مناسب د رضاکارانو ستاينغوڼده جوړه سوې وه.
د کندهار د عامي روغتيا رئیس عبدالقيوم پخلا وويل، د ټولني د رضاکاره روغتيايي کارکوونکو په واسطه، د مور او کوچني په مړينه کي کموالی راغلی دئ.
پخلا وايي، دا مهال په کندهار کي د کي د ټولني د رضاکاره روغتيايي کارکونکو ۶۱۹ مرکزونه سته چي په هر مرکز کي دوه کسان نارينه او ښځينه شتون لري.
بل خوا د باران موسيسې استازی او د دغه کارکوونکو مسولين وايي، ۵۴ ورځو روزنه کي يې د روغتيا په برخه کي بشپړه روزنه اخستي ده.
دوی وايي، د مور او کوچني د مړني د کموالي لپاره ډېره هڅه کوي او د زرنج امبولانس په مرسته يې تر روغتيايي مرکزونو رسوي.
دغه رضاکاره روغتيايي کار کوونکو ته د نسايي ولادي ناروغۍ تر څنګ، د سيل، توبرکلوز، زوکام او نورو تنفسي ناروغيو په اړه روزنه ورکړل سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون