پکتیکا کې هوایي برید د یو دولتي مامور په ګډون ۲کسان وژلي

د پکتیکا ولایت د حج او اوقافو ریٔس قاضي ظبط الله وایي چي تیره شپه د دغه ریاست یو مدیر ذبیح الله په هوایي برید کي وژل سوی دی.

هغه وايي، چي نوموړی له کار څخه کور ته روان و چي د مرکز ښرني په سردې سيمه کي پرې هوایي برید وسو او وژل سوی دی.

په ورته وخت کي د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين وويل چي د تیري شپې په هوايي بريد کي د حج او اوقافو رياست د يو مدير په ګډون دوه کسان وژل سوي دي.

د نوموړي په وينا، تر اوسه د دغه بريد انګېزه نه ده په ډاګه سوې.

افغان حکومت او په افغانستان کي مېشتو ناټو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...