تخار: قوماندان نوید تر یوې ورځي او شپي محاصرې وروسته تسلیم سو

 

د کندوز د خان اباد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی غیر قانوني وسله وال قوماندان نوید تیره  شپه ناوخته د افغان ځواکونو له خوا د تخار په مرکز تالقان ښار کې ونیول سو.

 

د دغه وسله والو قوماندان د نیولو لپاره هغه وخت پولیسو اقدام وکړ چي په خان اباد کي د ملي اردو له سرتېرو سره په جګړه کي یې ټپي ملګری په تالقان کي یو شخصي روغتون ته انتقالاوه.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، چي پر غیر قانوني وسله وال نوید باندي د خلکو له خوا د وژنو، د ځمکو د غصب، انسان تښتوني او وسله والو غلاو او نورو بېلا بېلو جرمونو ادعاګانې سوې.

مرادي وايي چي د تېرې جمعې په ورځ وسله وال قوماندنان نوید د ملي اردو له سرتېرو سره جګړه کړې او په لاره کي یې د پولیسو پر چیک پوانټونو هم ډزي کړي دي، هغه زیاتوي چي د همدغو سرغړونو پر بنسټ دولت غوښتل هغه ونیسي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وايي چي تیره شپه شپه ۱۲ بجې قوماندان نوید چي په یو شخصي روغتون کي د پولیسو له خوا محاصره سوی و ځان پولیسو ته تسلیم کړ.

هغه وايي چي د پولیسو دې محاصرې یوه شپه او یوه ورځ ادامه پیدا کړه او بالاخره وسله وال قوماندان نوید پولیسو ونیوه.

د سیمي د خلکو د وینا له مخي قوماندان نوید د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کي تر ۱۵۰ پورې وسله وال کسان لري چي هم له طالبانو او هم له افغان ځواکونو سره جګړې کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...