راپور: غلام فاروق رسولي
د ښاغلی فضلی په خبره د هرات ولایت د ځایي چارواکو سره یې خبري کړي ترڅو په دې ولایت کي د لوبغالي جوړولو لپاره ځمکه ورته برابره کړي.
د کرکټ بورد د مشر همداشان زیاته کړه چي د دې موخي تر لاسه کولو لپاره یې راتلونکی کال د هرات ولایت لپاره بودجه هم په نظر کي نیولي.
د افغانستان د کرکټ بورد مشر عزیزالله فضلي د هیواد نړیوال تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کي وویل، چي د هرات امنیتي او اقتصادي وضعیت ته په کتو غواړي په دې ولایت کي د کرکټ لپاره نړیوال لوبغالی جوړ کړي.
د ده په خبره د دې موخي تر لاسه کولو لپاره یې د هرات ولایت د ځایي ادارې چارواکو سره خبري کړي او همداشان د راتلونکي میلادی کال لپاره یې د هرات ولایت لپاره بودجه هم په نظر کي نیولې ده.
د هیواد د کرکټ بورد مشر په هرات ولایت کي د پانګوني موخه په کور دننه د افغانستان غوره لیګ د ورستیو څو سیالیو لپاره زمینه برابرول بولي چي په خبره یې د بهرني هیواد پر ځای په کور دننه د مینوالو د میني ماتولو لپاره ترسره کړي.
ښاغلي فضلي همداشان زیاته کړه چي د ۲۰۱۹ میلادي کال پنځوس اوریزه نړیوال جام کپ به د هیواد د پلازمیني او بامیان تر څنګ هرات ولایت ته هم راوړي ترڅو مینوال یې د نږدو و ګوري.
ده زیاته کړه چي د نړیوال جام لپاره د تیاري په موخه د ایرلنډ تر څنګ غواړي د څو نورو هیوادونو سره چي و نړیوال جام ته یې لار پیدا کړي دوستانه لوبي و ملی ټیم ته برابره کړي.
د بلی خوا د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، په دې ولایت کي یې د کرکټ لوبغالي لپاره څو ځایه ځمکه تر نظر ایستلې او په خبره یې د اوني په پای کی به د ځمکو تر لیدو ورسته پریکړه وکړي چي کومه ځمکه کرکټ بورد ورکړي.
د کرکټ بورد چارواکي په کور دننه د افغان پریمیر لیګ د څو ورستیو لوبو لپاره د زمینې برابرولو خبري په داسي حال کوي چي ډیری افغانانو دا غوښتنه وار دمخی لا کړې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون