راپور: مهتمم صالح
په کندهار کي د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل سو، چي پر مهال يې د دغه ولايت د سوداګرۍ خوني رئیس نصرالله زهر وویل، شل ټنه انار چي دوی غوښتل جرمني ته صادر کړي د هرات ولایت د اسلام قلع په بندر کي ۱۵ ورځي بند پاته وه، چي خراب سوه او بیرته يې کندهار ته راوړي.
دغه راز د کندهار سوداګرۍ رياست رئیس علاوالدين وايي، په ګاونډي هيوادونو کي لوړه ماليه او په صنعتي پارک د برېښنا نه شتون د صنعت کارانو کارونه ټکني کړي دي.
د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب وايي، په کندهار کي دي صنعت ته منظمه پالسي جوړه سي، تر څو په دغه ولایت کي صنعت لا پر مختګ وکړي.
منيب وايي، دوی د کندهار صنعتي پارک د ښارولۍ څخه د تجارت رياست ته انتقال کړي، چي په دې سره به تر یو حده د صنعت کارانو ستونزي حل سي.
بلخوا صنعت کاران وايي، دلاسي او نورو صنايعو لپاره بايد په هيواد او د هيواد څخه بهر بازار پیدا سي، تر څو د دوی اقتصاد پر پښو ودريږي او په دغه برخه کي لا پرمختګ وکړي.
دوی له دولت څخه غوښتنه کوي، تر څو دوی په دغه برخه کي پوره حمايه کړي.
صنعت کاران او تجاران وايي، د صعنت او تجارت لپاره دغه ډول نندارتونونونه د داخلي تولداتو ارزښت لوړوي چي باید زیات سي.
څو ورځي مخکي هم د کندهار په عينو مېنه کي کرنیز نندارتون جوړ سوی وو چي زیات شمېر کسانو محصولات پکښي نندارې ته ايښي وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون