پکتيکا: لسګونو کسانو د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کي د ملکي خلکو د وژني په غبرګون کي لاريون کړی دی

 

لاريونوال وايي، څو ورځي وړاندي د بهرنيو او افغان ځواکونو په بريدونو او عملياتو کي د ګومل ولسوالۍ کي اوو ملکي وګړي وژل سوي او پنځه ښځي او ماشومان ټپيان سوي وو.

لاريونوال چي د امريکا ضد شعارونه يې له ځان سره لېږدول، له افغان حکومت نه یې غوښتنه کوله چي په عملياتو کي د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرونه وکړي.

دوی دغه راز امریکا تورنه کړه چي نه غواړي په هېواد کي د سولي خبري بریالۍ سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...