ټاکنو کمیسیون: د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان بیا ځنډول سوی

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان، چي ټاکل سوې وه، د لیندۍ په لسمه اعلان سي یوې بلې نیټې ته ځنډولی دی.

د ټاکنو د کمیسیون نن د شنبې ورځ د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره ټاکلي وه.

د دغه کمیسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست د جمعې په ورځ د بیا ځنډ علت د کابل ولایت لپاره د ولسي جرګې په ټاکنو کي د اتو سوو څخه د زیاتو نوماندانو دریدل وښودل.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لړم ۱۹ مه د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو د اعلان لپاره ټاکلې وه، خو بیا وروسته دغه کمیسیون د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د کابل ولایت د پایلو د اعلان لپاره د لیندۍ لسمه او د نورو ۳۲ ولایتونو د پایلو د اعلان لپاره د لیندۍ دوهمه ورځ ټاکلې وه.

د کابل له ولایت څخه د ولسي جرګې ۳۳ څوکیو ته، چې ۲۴ یې سړو او ۹ یې ښځو ته ځانګړې سوي له اتو سوو زیات نوماندان ولاړ وه.

تراوسه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لومړنیو پایلو په اعلان کي د ځنډ یو علت په شفافه توګه د رایو د شمیرلو بهیر او د پایلو اعلان ګڼي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...