د سولي ولسي حرکت: د نوي تګلاري له مخي بیا د سولي هلي ځلي پیلوو

د سولې د ولسي حرکت غړي غواړي چي له کابله بېرته هلمند ته ولاړ سي، خلکو ته د خپلو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي او د يو نوي طرزالعمل له مخي د سولي لپاره هلي ځلي پيل کړي.

د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کي يو شمیر ځوانان يو ځل بيا پر هغه ځاى را ټول سوي، له کوم ځاى نه چي نهه مياشتي وړاندي د سولي ولسي حرکت پيل سوى و.

دغه ځوانان غواړي چي يو ځل بيا پر پخواني ځاى د سولي لپاره خېمه ودروي او د سولي لپاره نوي هلي ځلي پيل کړي.

د يادونې ده چي د سولي د ولسي حرکت غړو د روان کال د غويي په مياشت کي له لښکرګاه څخه کابل ته پلى مزل وکړ چي په ٣٨ ورځو کي کابل ته ورسېدل.

يادو کسانو په کابل کي د ځينو سفارتونو مخي ته خیمي و وهلي او له هغه وروسته بلخ ولايت ته لوڅي پښې لاړل، ترڅو ټولو ته د سولي پيغام ورسوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...