د برېښنا مسؤلین وايي، تر راتلونکو دوو میاشتو به کندهار ښار ته د سولر برېښنا ورسیږي

 

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار د برېښنا ریاست مسولین وايي، د کندهار ښار ته به تر راتلونکو دوو میاشتو پوري د سولر برېښنا ورسیږي.

د دغه ولایت د سولر برېښنا په برخه کي درې بیلابیل شرکتونه کارکوي چي ترکی شرکت پکښي مخکښه دی.

د کندهار د برېښنا رئيس امان الله فاروقي وايي، د کندهار ښار لپاره د ۳۰ میګاواټه سولر  برېښنا له جملي څخه د ترکی شرکت د ۱۵ میګاواټه برېښنا ۸۰ سلنه چاري پوره سوي او تر دوو میاشتو به کندهار ښار ته برېښنا ورسیږي.

دی وايي، د پاته ۱۵ میګاواټه برېښنا چاري به هم ژر پيل سي او  هغه شرکتونه چي پر وخت کارونه بشپړ نکړي د قراردار له مخي  به جریمه سي.

بلخوا د کندهار ولایتي شوار وايي، د سولر برېښنا په برخه کي ترکي شرکت تر ټولو غوره کار کړی دی.

د کندهار د ولایتي  شورا رئيس سیدجان خاکریزوال د سولر برېښنا څخه دلیدني پر مهال وویل چي هغه شرکتونه چي کارونه يې ځنډېدلي باید قراردادونه يې نورو شرکتونو ته ورکول سي.

دده په خبره د سولر برېښنا په برخه کي ترکۍ (سیونټي سیون) شرکت تر ټولو غوره کار کړي چي ډیر ژر به يې کندهار ښار ته برېښنا ورسیږي.

د کندهار ښار لپاره د ۴۰ میګاواټه برېښنا له جملې د ۱۰ میګاواټه سولر برېښنا چاري د هندۍ کمپني په غاړه دي چي د مسؤلینو  په خبره کارونه يې ځنډیدلي دي او تر  راتلونکو دوو میاشتو  به کندهار ښار ته  یوازي ۴ میګاواټه سولر برېښنا ورکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...