د کندهار په عینو مينه کي د ساختماني کارونه دوام لري او په بي ساحه کي د ټيټ او متوسط اقتصاد لرونکو لپاره نوي کورونه جوړیږي.
د عینو میني د انجنرۍ ګروپ مسٔوول انجنیر کریم وایي، چي په بي ساحه کي د کندهار جادې سره یو نمونه يي کور په ۴۴۰ متره مځکه کي جوړیږي چي درې منزله به وي او دا کور د متوسط اقتصاد لرونکو کسانو لپاره دی.
هغه دغه راز وايي، عینو مینه نهه اساسي او لوی سړکان لري چي پر دغه سړکانو په بېلابیلو ځایونو پر لویه ویاله پلونه جوړ سوي دي.
دی وايي، دریم نمبر پول چي د کابل سړک له عینو میني سره او دغه راز اې او بي ساحه سره نښلوي په اساسي او معیاري ډول رغول سوی دی.
د ده په خبره، پر دغه پول باندي د اټکل له مخي یو لک اتیا زره ډالر لګښت راغلی چي نقشه یې پخوانیو مهندسي کارونو ته ورته ده.
هغه وايي، دغه راز په عینو مېنه کي نور ساختماني کارونه هم دوام لري او د سړکانونو رغولو ته خاصه پاملرنه کیږي.
د ده په خبره، سرسبزي هم یو له هغه مهمو کارونو څخه ده چي په عینو مينه کي زیاته پاملرنه ورته کیږي ځکه چاپیریال ته ښکلا ورکوي او د ناروغیو مخنیوی کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون