د زابل ولایت اوسیدونکو د یوې غونډي پر مهال د جنرال عبدالرزاق روح ته دعا وکړه او د نوموړي د تګ لاري د تعقیبولو ژمنه یې وکړه

راپور: نثار احمد څپاند

دغه غونډه چي د دې ولایت  د ولایتی شورا په ودانۍ کي جوړه سوې وه د خلکو استازو، قومی مشرانو، دیني عالمانو او عامو خلګو برخه اخیستې وه.

دا غونډه   د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق د وژل کیدو په څلويښتمه ورځ جوړه سوې چي په پیل کې یې د نوموړي روح ته دعاګاني وسوې.

وروسته.د زابل یو شمیر اوسیدونکو ویناوي وکړې او پکښي یې جنرال رازق د هیواد یو اتل سرتیري یاد کړ چي تل یې د هیواد د دښمنانو پر ضد مبارزه کوله او په دی لړ کی یی خپل ژوند هم له لاسه ورکړ.

دوی ژمنه وکړه چي د جنرال رازق لاره به تعقیبوي او هیڅکله به نوموړي هیر نه کړي.

د زابل اوسیدونکي په داسي حال کي د جنرال رازق په یاد غونډه جوړوي چي د نوموړی د وژل کیدو وروسته یی هم دلته فاتحه اخیستل سوې وه .

د زابل تر څنګ د هیواد په یو شمیر نورو سیمو کي هم د کندهار د مخکني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د وژني د څلویښتمي ورځي په مناسبت د قرانکریم ختمونه او دعاګاني سوي وې چي دا د افغانانو په زړونو کي د نوموړي د ځای لرلو ښودنه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...