د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چي د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات به پر خپلې ټاکلي نېټه چي د ۱۳۹۸ کال د حمل یا وري میاشتي ۳۱ مه ټاکل سوې وه تر سره سي.
د ټاکنو کمېسیون په وینا یاد کمېسیون پرېکړه کړې چي د غزني د ولسي جرګې ټاکني به هم له ولسمشرۍ انتخاباتو سره همهاله د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۳۱مه نېټه تر سره کړي.
د یاد کمېسیون لخوا د خپرو سویو معلوماتو له مخي د ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکني به بیا له ولسمشرۍ هغو وروسته د سنبلي میاشتې په ۳۰مه د ټول هیواد په کچه ترسره سي.
دا په داسي حال کي ده چي وړاندي تر دې یو ځل داسي راپورونه خپاره سول چي ټاکنو کمېسیون پرېکړه کړې چي راتلونکي ولسمشرۍ ټاکني به په درې میاشتي ځنډ ترسره کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون