ولسي تړون پر دغه پروژه ۱۲ میلیونه شپېته زره افغانۍ لګښت راځي چي د خلکو ونډه هم پکښي ده.
د کندهار سرپرست ښاروال محمد نسیم رضايي د دغه پروژې د پرانستني پر مهال وویل، متوازن انکشاف د ښاري سهولتونو ریشتنې بېلګه ده چي کندهار ښاروالي یې په عمل کښي ثابتوي.
د کندهار سر پرست ښاروال په دې مراسمو کښي وویل، د همدې استېنادي دېوال کوم چي ۱۶۸۰متره دی ساختماني چاري په معیاري او بنسټیزه توګه سره عملأ جریان لري چي په جوړېدو سره به یي د پنځمي ناحیې خلګو ته د متوازن انکشاف په اساس ښاري سهولتونه برابرکړي.
د ښاغلي رضایي، په خبره د دې ترڅنګ د کندهار ښاروالۍ نوي پلانونه به هم د ښار د رغوني او جوړتیا په موخه په متوازنه توګه سره مخته ځي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون