د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمبسيون به نن د یو شمیر ولایتونو د ولسي جرګې پایلي اعلان کړي

د دې کمېسيون مرستیالي وسیمې بادغیسي پرون په دې اړه  راډیو ته وویل:

“په ډېرو ولایتونو کي په کار لګیا یوو، فکر کوم چي نن به د یو شمېر هغو ولایتونو چي ساحه یې کوچنۍ ده او کار پکښي اسانه و، پایلي اعلان کړو، خو د ولایتونو نومونه مې په یاد نه دي.”

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د جمعې په ماښام د فراه، دایکنډي، ارزګان، جوزجان او بامیان د انتخاباتو ګټونکي اعلان کړل.

کمېسيون مخکي ویلي وو چي د پنځو ولایتونو ابتدايي پایلي د شنبې په ماښام اعلانوي، خو وسیمې بادغیسي وویل چي دا پرېکړه یې بدله کړه.

هغې د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...