د هرات امنیه قومنداني له نشه یي موادو سره د مبارزې مدیر حمیدالله نصرت زاده وویل، چي په لومړۍ پېښه کي دوه کسان نیول سوي چي غوښتل یې دوه کیلو ګرامه شیشه او څه د پاسه درې کیلو ګرامه کرسټال په دوو سفري بکسونو کي د اسلام کلا له لارې بهر ته ولېږدوي چي د پولیسو لخوا نیول سوي دي.
هغه زیاته کړه چي په دوهمه پېښه کي د هرات پولیسو د پرچون خرڅوونکو پر ضد عملیاتو کي درې کسان له څه دپاسه ۶۶بوتلونو الوکولي مشروباتو او وسلو سره نیولي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون