د انتخاباتو د کمېسيون مشر ګلاجان عبد البدیع صیاد تېر ماښام په یوې خبري غونډه کي د ولسي جرګې لپاره د پنځو ولایتونو د ټاکنو د پایلو د اعلانولو پر مهال وویل: “د جمهوري ریاست د انتخاباتو د مهالوېش پر جوړولو زمونږ کارکوونکي زیات مصروف وو، وروسته له هغې چي له اړوندو ارګانونو سره د بودجې، تخنیکي او عملیاتي مسئلو په اړه سلامشورې وکړو، ان شا الله راتلونکې اوونۍ به هغه مهالوېش هم له خلکو سره شریک سي.”
د انتخاباتو د خپلواک کمیسيون د اوسني اعلان له مخي، ټاکل سوې ده چي د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د راتلونکې کال د حمل د میاشتې په ۳۱ مه وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون