د افغانستان دښمنان له هري ممکني لاري په افغانستان کي د جګړې اوږدول غواړي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي په کابل کي پرونۍ خونړۍ پېښه په کلکو ټکو غندل سوې ده.
په خبرپاڼه کي راځي چي ترهګرو د دیني علماوو پر یوه لویه غونډه ځانمرګی برید وکړ او په دې توګه یې وښوده، چي د خپلو شومو موخو لپاره په هر وحشت لاس پورې کولای سي.
حامد کرزي ویلي دغه ډول بریدونه ښيي چي د افغانستان دښمنان غواړي له هرې ممکنې لاري په افغانستان کي جګړه اوږده کړي.
نوموړي یو ځل بیا پر نړیوالي ټولني ږغ کړی چي د ترهګرۍ پر وړاندي مبارزه کي جدي سي او په دې برخه کي رښتیني ګامونه پورته کړي.
دده په خبره پروني برید وښوده، چي ترهګر د خپلو موخو لپاره، هر قوم، هر مذهب او هر ډله په نښه کولای سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون