ننګرهار کي ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۲ ځان مرګو په ګډون ۱۲ تنه وسله وال نیولي دي

په هغه خبري ناسته کي چي نیول سوي کسان پکښي رسنیو ته ښودل کیدل د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل دغه وسله وال چي ۱۱ تنه یې د داعش او یو د طالبانو ډلي غړی دی.

د یوې اونۍ پر مهال نازیایانو، چپرهار، پیچراګام،خوګياڼو،اچین او جلال اباد کې  نیول سوي دي.

هغه وویل د داعش ډلي ۲ تنو غوښټل چي په خوګياڼو او نازیانو کي ځان وژونکي بریدونه وکړي خو موخي ته تر سېدو وړاندې ونیول سول.

د دولت کومي مخالفي وسله والي ډلي تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

 

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...