هیواد ته د سمنټو په وارداتو د څلویښت سلنه ګمرکي تعرفي په لوړیدو سره په ننګرهار ولایت کي سلګونه د سمنټو موټر بار ولاړ دي.
د سمنټو سوداګر وايي، له تیرو پنځه ورځو راهیسي يې بار موټر ولاړ دي او نه غواړي چي لوړ محصول تحویل کړي.
په ورته مهال د سمنټو مزدورکاران وایي، چي پر سمنټو د تعرفې لوړېدو له امله د دوی کار وبار هم په ټپه ولاړ دی.
شاوخوا یوه اونۍ وړاندي هیواد ته د سمنټو په وارداتو څلویښت سلنه ګمرکي تعرفه لوړه سوي او د سوداګرو په ټنونو سمنټ په پاکستان کي پراته دي.
د سیمنټو سوداګر وايي حکومت سوداګرو سره له مشورې پرته په سمنټو ګمرکي تعرفه له لس سلني څلویښت سلني ته لوړه کړي، چي په دي سره يې کارونه په ټپه ولاړ دي .
دوی وايي افغانستان هره ورځ پنځوس زره ټنو سمنټو ته اړتیا لري او په هیواد کي سته د سیمنټو کارخاني یواځي دري سوه ټنه تولیدوي.
په سیمنټو او پرچون توکو د ګمرکي تعرفو په لوړیو سره په ټول هیواد کي د سمنټو په بیه کي د پام وړ لوړوالی لري او ورسره هم مهاله د تعمیراتي موادو بیې هم لوړي سوي، چي دا کار ددې سبب سوی، چي ډېر ساختماني کارونه په پټه ودرییږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون